انصار: (د لیندی ۲۸ مه) د افغانستان د پخواني حکومت درې پوځي پیلوټان په امریکا کې د الوتکې د غورځېدو پېښه کې مړه شوي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه درې پیلوټان د امریکا په اوریګون ایالت کې د الوتنې د جواز ترلاسه کولو لپاره د روزنې پر مهال د وړې الوتکې د لوېدو له کبله مړه شوي دي.
پولیسو درې پیلوټان د محمد حسین موسوي، محمد بشیر صفدري او علي جان فردوسي په نومونو یاد کړي چې له ۲۰۲۲ میلادي کال راهیسې په اوریګون ایالت کې اوسېدل.
پولیسو د دې پېښې لامل د برېښنا له مزو سره د الوتکې ټکر یاد کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29095
قرأ